[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ یو ځل بیا ځانمرګی برید شوی چې په تېرو لسو ورځو کې درېیم ځانمرګی برید دی.
په شمالي وزیرستان کې ځایي امنیتي مسوولینو دغه برید تایید کړی او وایي چې تېر ماښام د میرعلي ښار د ایپی او کجوري سیمو ترمنځ د سرتېرو پر یوې پوستې شوی دی.
د ميرعلي د پوليسو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې بریدګر له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د پوځ له پوستې سره جنګولی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په یاد برید کې پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په سیمه کې امنیتي سرچینو وياواې ډیوه راډیو ته ویلي چې په یاد ځانمرګي برید کې پنځه سرتېري ټپیان شوي دي.
تر اوسه د یاد برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي اخیست.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP