Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوشال خان کاکړ: په پاکستان کې مېشت میلیونونه پښتانه له افغانستان سره خپله اړیکه نه شي شلولای

خوشال خان کاکړ: په پاکستان کې مېشت میلیونونه پښتانه له افغانستان سره خپله اړیکه نه شي شلولای

author avatar
29 Dec 2022 - 01:29
خوشال خان کاکړ: په پاکستان کې مېشت میلیونونه پښتانه له افغانستان سره خپله اړیکه نه شي شلولای
author avatar
29 Dec 2022 - 01:29

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بېلې شوې برخې نوی ټاکل شوی مشر خوشال خان کاکړ وايي، افغانستان یې پلرنی وطن دی، د ټولو پښتنو مرکز دی، دا نه شي کېدای چې په پاکستان کې مېشت میلیونونه پښتانه له افغانستان سره خپله اړیکه وشلوي.

نوموړي دا څرګندونې د بلوچستان ایالت د کویټې ښار په ایوب سټډیوم کې را بلل شوې کنګرې ته وکړې چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شاوخوا ۱۰ زره غړو ګډون په کې کړي وو.

دغه ګوند د کنګرې یا عمومي غونډه د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه رابللې وه چې خوشال خان کاکړ یې د مشر او مختار خان یوسفزی یې د شریک مشر په توګه وټاکل.

خوشال خان کاکړ دغې غونډې ته د خپلې وینا په پيل کې د ګوند نوي ټاکل شوو مسوولینو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د پښتون افغان وطن او سیاسي ګوندونو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې سیاسي کارکوونکو د کورنۍ او اړیکو پر ځای د ګوند نظریې او بیانیې ته لومړیتوب ورکړ.

هغه زیاته کړه، د پښتون افغان وطن سترګې همدغه جوړ شوي کانګرس ته دي؛ څو راتلونکي نسل ته داسې یو تنظیم جوړ کړي چې په خپل صلاحیت او توان د محکوم ملت د ازادۍ او برابرۍ او د «ګران افغانستان» د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواکۍ لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

دی وايي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ظالم او مظلوم په جنګ کې بې طرفه نه شي پاتې کېدای، بلکې دغه ګوند به د مظلوم ملګرتیا کوي.

د ده په خبره، پاکستان د پنځو قومونو پښتنو، بلوڅو، سندیانو، سرایکیانو او پنجابیانو ګډ هېواد او یو «جمهوري فیډرېشن» دی خو له بده مرغه دغه هېواد نه د دغو قومونو ګډ هېواد شو او نه جمهوري فیډرېشن شو.

خوشحال خان کاکړ وایي: «دلته پښتون قام غلام دی، زموږ وسایل د پردیو په لاس کې دي، په دغه ملک کې زموږ ژبې، کلتور او اتلانو ته احترام نشته.»

د ده په خبره، افغانستان یې پلرنی وطن دی، د ټولو پښتنو مرکز دی، دا نه شي کېدای چې په پاکستان پراته میلیونونه پښتانه له افغانستان سره خپله اړیکه پرې کړي.

هغه زیاته کړه: «پر افغانستان باندې پاکستان، ایران، روس، امریکا او نور ملکونه د خبرو کولو اختیار لري او په پاکستان کې پراته کروړونه پښتانه دې د افغانستان په حق کې خبره نه کوي، دا نه شي کېدای.»

ده په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو راهیسې روان جنګ د پنجاب او افغانانو جنګ وباله او ویې ویل: «یوې خوا ته د پنجاب استعماري قوتونه دا اراده لري چې افغانستان خپله پنځمه صوبه وګرځوي او بل خوا ته افغانان د خپل استقلال او ازادۍ جنګ کوي.»

ده زیاته کړه: «پښتون افغان وطن او پښتونخوا ګوند پر دې ایمان لري چې په دغه جنګ کې به د پنجاب غبرګ غاښونه وځي.»

کاکړ وویل، دا کانګرس په داسې حساس وخت کې کېږي چې په پاکستان کې بدترین امریت حاکم دی، ایین او قانون تر پښو لاندي شوي؛ پارلمان، عدلیه او مېدیا ازاد نه دي.

د ده په خبره، په پښتون افغان وطن کې ترهګري خپره ده، داسې ورځ نشته چې له سواته تر وزیرستانه او له کویټې تر کراچۍ د پښتون افغان وینه نه بهول کېږي.

نوموړي یادونه وکړه، دا د تاریخ جبر دی چې نن په پاکستان کې پراته پښتانه ځانونو ته افغانان نه شي ویلای، له دې بدترین استعمار او بدترینه غلامي بله نه شي کېدای.

هغه زیاته کړه: «زموږ د نیکونو وطن ګران افغانستان نن تر جبر لاندې دی، زموږ ملي سټېج، زموږ شناخت، زموږ تشخص، زموږ غرور، زموږ هر څه تر پښو لاندې شوي دي، دې ته به ساده نه ګورو، نن د تاریخي افغانستان نوم نشته، ملي بیرغ او ملي سرود یې نشته؛ ته بې شناخته یې، ته بې کوره او بې مرکزه یې.»

نوموړي پاکستان مخاطب کړ او ویې ویل: «تا په وار وار افغانستان نړولی دی، تا افغانان مجبور کړي چې کډوال شي، همدا افغانان چې له غربت، بدحالۍ، لوږې او ناروغۍ سره مخ دي پر خپله تاری

خي خاوره ژوند ته نه پرېښودل کېږي، پر ډیورنډ لاین ځورول کېږي، پیسې ورڅخه اخیستل کېږي، خویندې، مېندې، ماشومان او سپین ږیري یې په جېلونو کې بندیانېږي، داسې غیرانساني رویه ورسره کېږي چې د بیان وړ نه دي.»

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړه او کار بندیز هم وغانده او زیاته یې کړه: «نړۍ ته دا خبره کوو چې پښتون افغان علمه دوسته قام دی، دوی ته به د تعلیم او خپلو خبرو کولو حق ورکول کېږي.»

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه نوي ټاکل شوي مشر په خپله اوږده وینا کې پر یو لړ نورو مسایلو هم تم شو چې تر ډېره د بېل شوي ګوند پر تګلاره او کړنلاره ور ټولې وې.

په وروستيو کې په یاد شوي ګوند کې خپلمنځي اختلافات له هغه وروسته په ډاګه شول چې کله یې مشر محمود خان اڅکزي "د ګوند د ايين او ګوندي پرېکړو" د سرغړونې په تور د یو شمېر مخکښو سیاستوالانو او غړو ایستلو اعلان وکړ.

دغه مشران وايي، له ګوند څخه هغه سیاستوال ایستل شوي چې د مشر په بیانیه کې يې د بدلون مخالفت کاوه کوم څه ته چې دوی د ګوند له تګلارې د اوښتو نوم ورکوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.