Language

دوولس هېوادونه او اروپایي ټولنه: کابل دې په موسسو کې د ښځو کار په اړه بیا غور وکړي

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): دوولسو هېوادونو او اروپایي ټولنې د نادولتي موسسو ښځینه کارکوونکو د کار ځنډېدو په تړاو د افغانستان سرپرست حکومت پر وروستۍ پرېکړه اندېښنه څرګنده او پر دې پرېکړه یې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د اقتصاد وزارت د روانې میاشتې په درېیمه ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ټولو ښځینه کارکوونکو دندې تر دویم امر پورې وځنډوي.

د امریکا، اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، المان، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویس، هالنډ او بریتانیا بهرنیو چارو وزارتونو او دغه راز اروپایي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار ځنډېدو په اړه د اسلامي امارت پر وروستۍ پرېکړه اندښنه ښودلې ده.

هغوی ویلي، دغه پرېکړه میلیونونه افغانان چې بشري مرستو ته اړ دي، له خطر سره مخ کوي.

سرچینې دغه راز ویلي، بنسټونه د ښځو له حضور پرته نه شي کولی چې زیانمنونکو خلکو ته رسېدنه وکړي.

په دې اعلامیه کې د افغانستان له سرپرسته حکومته غوښتل شوي چې د دې پرېکړې په اړه دې بیا غور وکړي.

په یاده اعلامیه کې راغلي: «موږ ښوونځي، کار او پوهنتون ته د نجونو او ښځو د بېرته ورګرځېدو او د بشري مرستو په رسېدنه کې د ښځو اساسي رول لپاره د افغانستان د خلکو د غوښتنو ملاتړ کوو.»

هغوی د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي څو په افغانستان کې د ښځو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب‌الدین دلاور ویلي، دیني عالمانو د دې موخې لپاره چې له شریعت او کلتور سره سم په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار لپاره یوه لار ومومي، هڅې پیل کړې دي.

Related Topics