ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: نادولتي موسسو کې د ښځو کار ځنډولو پرېکړه د کاري چاپېریال نه خونديتوب له امله شوې ده

مجاهد: نادولتي موسسو کې د ښځو کار ځنډولو پرېکړه د کاري چاپېریال نه خونديتوب له امله شوې ده

author avatar
31 Dec 2022 - 15:41
مجاهد: نادولتي موسسو کې د ښځو کار ځنډولو پرېکړه د کاري چاپېریال نه خونديتوب له امله شوې ده
author avatar
31 Dec 2022 - 15:41

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند وایي چې ښځې په نادولتي موسسو کې د کاري چاپېریال نه خونديتوب او پر هغو د حکومت نه کنټرول له امله له کاره منع شوې دي.

ذبیح‌الله مجاهد دغه څرګندونې له «بي‌بي‌سي» سره په خپلې یوې تازه مرکه کې کړې دي.

هغه زیاته کړه، د دوی ارزونې ښيي چې په موسسو کې د ښځينه کارکوونکو عفت او عزت خوندي نه و نو ځکه «اسلامي امارت» پرېکړه وکړه چې هغوی له کاره منع کړي.

نوموړي د دې خبرې چې ځینې ښځې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي او له دې لارې خپلو اولادونو ته نفقه پيدا کوي، په ځواب کې وویل، دا پرېکړه د «اسلامي شریعت» د تطبیق لپاره کلي حکم دی؛ طبیعي ده چې له دغه حکم سره به ځیني کسان زیانمنېږي، هغوی باید پر بدیلو لارو فکر وکړي.

دی وايي: «کله چې د اصلاحاتو او یا د شریعت یو حکم تطبیق کېږي، طبیعي ده ځيني خلک به زیان ویني خو هغوی باید پر بدیلو لارو فکر وکړي، تنها دا لار نه ده او بل د ډوډۍ پیدا کېدو لپاره هغه لار مهمه ده چې د اسلامي شریعت په دننه کې وي، که څوک ووايي چې زه لار کې درېږم، غلا کوم ځکه ډوډۍ ماشومانو ته رسوم او که غلا راباندې بنده شي، دا ماشومان وږی نه شي، ایا موږ کولای شو د غلا اجازه ورکړو؟ دا خو غیرشرعي موارد دي.»

د مجاهد په خبره، د حکومت وجیبه دا ده چې د خلکو، په ځانګړي ډول ښځو عزت وساتي او دا یې هم وجیبه ده چې خلکو ته ښه ژوند برابر کړي.

دی زیاتوي: «هغه موسسې چې په افغانستان کې بشري مرستې کوي، باید ټاکلي ارزښتونه په پام کې ونیسي، که هغوی ارزښتونه او اصول په پام کې نه نیسي نو افغانان داسې مرستو ته اړتیا نه لري.

مجاهد دا څرګندونې له هغه وروسته کوي چې د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصاد وزارت د مرغومي په ۳مه کورنيو او بهرنيو انجیوګانو ته امر وکړ چې تر «دويم امر» پورې د ټولو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي.

یاد وزارت څلور ورځې وروسته له هغه دغه امر وکړ چې د لوړو زده‌کړو وزارت د یوه حکم له لارې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر امر ثاني پورې وځنډولې.

د افغانستان د سرپرست حکومت دغو پرېکړو په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه راوپارول او له حکومته یې وغوښتل چې خپله پرېکړه دې بېرته واخلي.

دغه‌راز، د یادې پرېکړې په غبرګون کې تر دې مهاله د ژغورنې نړۍوالې کمېټې، د ناروې د کډوالو شورا NRC، د ماشومانو خوندیتوب، پاملرنې CARE، «ورلډ ویژن» او «سي‌ارایس» موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

Views: 239

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.