پارون (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): د نورستان مسوولین وايي، په دغه ولایت کې يوې موسسې د ځنګل ساتنې او بیا احیاء په برخه کې خپله درې کلن پروګرام پیل کړ.
د نورستان د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د (ایف. ای. او) د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او پاک چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کوي او باغدارانو سره به د مېوهلرونکو او بېمېوو ونو په کښېنولو کې مرستې ترسره کوي .
د یادې موسسې یوه مسؤول عاشق الله مومند وایي، دوی د همدغه پروګرام له مخې په مرکز پارون او واما ولسوالۍ کې ۷ شوراګانې جوړې کړې دي چې دوی به د خپلو سیمهییزو دودونو په اساس د ځنګلونو د پرې کېدو مخنیوی کوي.
د نورستان د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي سلیمان ایمن د دغې برنامې د پرانیستې په مراسمو کې ځنګل د هېواد او په ځانګړي ډول د نورستان لویه پانګه وبلله او زیاته یې کړه چې په دې برخه د (ایف. ای. او) موسسې پاملرنه د تقدیر وړ ده .
د نورستان د کرنې ریاست د ځنګلاتو آمر محمد حنیف افغان وایي، د دغه ولایت درې زره هکتاره ځمکه په ځنګلونو پوښل شوې ده چې د ټول هېواد د ځنګلونو ۲۵ سلنه برخه جوړي، خو زیاتوي چې په تېرو وختونو کې د ناامنیو او مرکزي حکومتونو د نه لاسرسي له امله د نورستان د ځنګلونو شل سلنه برخه پرې شوې ده .
د ده په خبره، پر ځنګلونو سربېره د یاد ولایت دوه زره هکتاره ځمکه څړځایونه جوړوي چې د مالدارۍ په برخه کې مهم رول لري .
د همدغې موسسې له لوري د ځنګل ساتنې شورا مرستیال مولوي احسان الله محسن پژواک اژانس سره خبرو کې یادې برنامې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، د دوی د دود په اساس یاده موسسه د ځنګلونو په ناغو کې له خلکو سره مرسته کوي ترڅو د ملت شتمني وساتل شي .
د مرکز پارون اړوند د چتراس ځنګل ساتنې شورا مشر مولوي خیرالرحمن وایي، دوی د عنعناتو په اساس که هر څوک د ځنګل کومه شنه ونه پرې کړي، دوی یې یوه غوا ناغه کوي چې د همدغې پرېکړې له مخې څوک نه شي کولای د ځنګلونو په قطع کولو لاس پورې کړي .
د هغه په وینا، اوس ولس د ځنګلونو په ارزښت پوه شوی دی او ترڅنګ یې د (ایف. ای. او) موسسې د برنامو په څېر عامه پوهاوی لا د خلکو د پوهې کچه لوړولی شي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP