کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي د نجونو زدهکړو او نورو محدوديتونو وضع کېدو په اړه اندېښنه ښودلې، خو د کورنيو چارو سرپرست وزير بیا ويلي چې د دې ستونزې هواري لپاره پر یوې معقولې او دايمي حللارې کار روان دی.
د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر سراجالدین حقاني د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړي استازي مارکوس پوتزل، د یوناما د سیاسي چارو له مرستیال سکاټ سمیټ او مل پلاوي سره وکتل.
سرچينه کاږي، پوتزل د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه د دوی د همکارۍ او امنیتي وضعیت ښه کېدو له امله مننه وکړه او د نجونو زدهکړو او نورو محدودیتونو وضع کېدو په اړه یې له هغه سره خپلې اندېښنې شریکې کړې.
د سرچینې په حواله، د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل: «د اسلامي امارت رهبري د ولس د رفاه او خیر لپاره فکر کوي او ورته ژمن دی؛ د ستونزو هواري لپاره هڅې روانې دي، پر یوې معقولې او دایمي حللاره باندې کار روان دی، داسې چې له شرعي احکامو او زموږ د خلکو له کلتور سره مطابقت ولري.»
له بلې خوا مخکني ولسمشر حامد کرزي هم له پوتزل سره کتلي دي.
د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه د بحث ترڅنګ، دواړو خواوو د نجونو پر مخ د تعليمي او تحصيلی مرکزونو دروازو د عاجلې پرانیستې او کار ته د ښځو د بېرته ګرځېدو په اړه ټینګار وکړ.
سرچينه زياتوي، کرزي همدارنګه په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د ملي بحث پيلېدل مهمه موضوع وګڼله.
د يادولو ده، د لوړو زدهکړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.
دغه راز د اقتصاد وزارت د روانې مرغومې میاشتې په ۳مه په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې د ټولو هغو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي چې له هغوی سره کار کوي.
Views: 419
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن