Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سرپل سانچارک ولسوالۍ کې د څښاک اوبو رسونې دوو پروژو چارې پیل شوې

سرپل (پژواک، ۱۲ مرغومی ‍۱۴۰۱): د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د اوبو رسونې د دوو پروژو چارې، د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.

یادې پروژې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ، د «راه» موسسې په همکارۍ پلې کېږي.

د راه موسسې د دفتر مسوول سید امان‌الله یعقوبي پژواک اژانس ته وویل: «دوه ژورې څاه‌ګانې چې له هغو څخه به د پایپونو له لارې خلکو ته اوبه ورکړل شي، د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت کېندل کېږي.»

هغه زیاته کړه چې د یادو پروژو لګښت د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام له خوا ورکول کېږي.

نوموړي وویل، د یادو پروژو کارونه به تر څلورو میاشتو پورې بشپړ شي.

نوموړي زیاته کړه: «یوه څاه په ارجتو کلي او بله څاه په خواجه سرخ کلي کې وباسو چې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کورنۍ به د څښاک له اوبو برخمنې شي.»

د سانچارک ولسوالۍ د ارجتو کلي یوه مشر فضل‌احمد د راه دفتر له دغه اقدامه هرکلی وکړ او ویې ویل، د څښاک پاکې اوبه د خلکو اساسي اړتیا ده .

هغه وویل: «مخکې مو د خپلې اړتیا وړ څښاک اوبه له لرې ځایه پر حیواناتو راوړلې، د یادې څاه په کېندلو سره زموږ ستونزه به د اوبو له درکه هواره شي.»

د یادونې ده، په وروستیو څو کلونو کې د هېواد د بېلابېلو سیمو خلکو تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټيټېډو له امله شکایت درلود.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.