غزني (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې د هغه ځوان مړی موندلی چې دوه ورځې مخکې له خپل موټر سره یو ځای نادرکه شوی و.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د امیدالله په نوم د یاد ۲۲ کلن ځوان جسد تېره شپه د غزني ښار ۶مې امنیتي حوزې اړوند په «لاغریو» سیمه کې موندل شوی دی.
هغه زیاته کړه، دغه ځوان دوه ورځې مخکې د غزني ښار اړوند په «قعله قدم» سیمه کې په خپل «پاسو» موټر کې له کوره وتلی او نادرکه شوی و چې د نامعلومو کسانو له خوا په چړې وژل شوی او موټر یې ترې بېولی دی.
دی وايي، تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی او په تړاو یې څوک نیول شوي هم نه دي خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.
د غزني ملکي روغتون رییس بازمحمد همت هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی ته یو جسد وروړل شوی چې د چړې په وسیله وژل شوی دی.
هڅه مو وکړه په دې اړه د وژل شوي ځوان کورنۍ د غړو نظر هم ولرو خو هغوی خبرو ته حاضر نه شول.
خو د سیمې یوه اوسېدونکي نصرتالله پژواک ته وویل چې امیدالله په خپلو ورځنیو کارونو بوخت و او له چا سره یې ستونزه نه درلوده.
د هغه په خبره، نوموړي یو کال مخکې واده کړی و او یوه درې میاشتنۍ لور لري.
هغه غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملان دې ونیول شي او سخته سزا دې ورکړل شي.
دا په غزني کې لومړۍ پېښه نه ده، بلکې مخکې هم دغسې پېښې شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP