جلالاباد (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت په ورزشي سټډيوم کې د ٢٥ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالۍ پيل شوې.
دا سيالۍ نن د مرغومي په ۱۲مه پيل شوې چې د ۱۸۸ ورزشکارانو ترمنځ د ۲۶ غوره لوبغاړو ټاکلو لپاره ترسره کېږي او اته ورځې به دوام وکړي.
د دغو سياليو په پيل کې د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس عبدالسلام وزيروال وويل، د دغو سياليو موخه د سوکوهنې ملي لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو په نښه کول دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د سوکوهنې ملي لوبډلې غوراوي په دغو سياليو کې د پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، فارياب، تخار، کندوز، کابل، لغمان، کونړ، نورستان، غزني، کندهار، هلمند، هرات، نيمروز، غور، لوګر، پکتیا، خوست، پکتيکا، باميان، ميدان وردګ، بلخ او ننګرهار ولایتونو ١٨٨ ورزشکارانو ګډون کړی چې اته ورځې به دوام وکړي.
هغه زياته کړه، ټاکل شوې د دغو سياليو په ترڅ کې په بېلابېلو سني کټګوريو او وزنونو کې ٢٦ ورزشکاران د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.
د سوکوهنې ورزشکاران خوښ دي چې ملي لوبډلې ته د لارموندنې لپاره ورته زمينه برابره شوې ده.
نظيفالله چې له هرات ولايت څخه يې دغو سياليو کې برخه اخېستې وايي، هيله يې دا ده چې ملي لوبډلې ته لار پيدا کړي.
په یادو سیالیو کې ګډونوالو سوکوهونکو د ورزش له ملي ادارې وغوښتل چې په دغو سياليو کې روڼتيا ته ډېره پاملرنه وکړي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن