کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د عدلیې وزارت وايي چې په کابل ښار کې د غیرقانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې ۳۸ دفترونه یې تړلي دي.
دغه وزارت پرون (یکشنبه) ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د معاملاتو لاښوونې دفترونو او عریضهلیکونکو له فعالیته د عدلیې وزارت د څېړنې او څارنې امریت د روان کال په لېندۍ میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښونې له ۱۹۳ دفترونو څېړنه او څارنه کړې ده.
د دغه وزرات په خبره، د یادې څېړنې په لړ کې د جواز نه درلودو، د جواز نېټې پای ته رسېدو، پر جعلي اسنادو د فعالیت او د ځانګړو نمایندهګیو پرانیستلو له امله په کابل ښار کې د معاملاتو لارښونې ۳۸ دفترونه تړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د معاملاتو لارښونې او عرضهلیکونکو د فعالیتونو څېړنې او څارنې امریت د بېلابېلو دلایلو له امله د معاملاتو لارښونې ۶۶ دفترونو او عرضهلیکونکو ته سپارښتنې کړې او ژمنې ترې اخیستې دي.
عدلیې وزارت زیاته کړې چې یاد امریت د مراجعینو ۱۳ شکایتونه هم څېړلي، د معاملاتو لارښونې د پنځو دفترونو جوازونه یې لغوه کړي او د اصولي او قانوني پړاوونو له طی کولو وروسته د معاملاتو لارښونې ۲۸ دفترونو ته د فعالیت اجازه هم ورکړل شوې ده.
یادې ادارې دغه راز ۳۶۴ بیلانس پاڼې او د پلور سېټې، ۴۴۰ بیلانس پاڼې او د کرایې سېټې، ۳۱۶ بیلانس پاڼې او د ګروۍ سېټې او ۶۱ بیلانس پاڼې او د موټر د پلور سېټې هم څېړلي دي.
سرچينه زياتوي چې د دغو څېړنو په ترڅ کې د ناقانونه پلور د سېټو اته پاڼې، د غیرقانوني کرايه ورکونې د سېټو ١٠٧ پاڼې، د غیرقانوني ګروۍ د سېټو ١١ پاڼې او په غیرقانوني ډول د موټر د پلور د سېټو ١٣٣ پاڼې ترلاسه شوې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د څېړنې او څارنې امریت په روانه میاشت کې په بېلابېلو ناحیو کې ۱۳ عریضهلیکونکي هم څارلي او د دوو عریضهلیکونکو فعالیتو یې درولي چې جوازونه یې نه درلودل او د جواز اخیستو لپاره یې د ثبت او څېړنې امریت ته ورمعرفي کړي دي.
د سرچينې په خبره، په اصلي سېټو کې د جعلي سېټو رسولو په پایله کې شاوخوا ٨٣٠ زره افغانۍ مالیه هم راټوله او د دولت خزانې ته جمع شوې ده.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن