[restrict paid=”true”]
ترینکوټ (پژواک، ١٢ مرغومی ١۴٠١): ناپېژاندو وسلهوالو د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یو روغتیاپال په ډزو وژلی دی.
د امنیې قوماندانۍ اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې امر مولوي دفاعي د مرغومي په ۱۲مه، پژواک اژانس ته د دغه خبر د تایید ترڅنګ وویل چې دا پېښه ماښام مهال رامنځته شوې ده.
دفاعي وایي، نامعلومو وسلهوالو یاد ډاکټر په خپل کتنځي کې په نښه کړی او له سیمې تښتېدلي دي.
د ولایتي روغتون یوې سرچینې پژواک اژانس ته د نوم نه خپرولو په شرط وویل، د محمد انور په نوم کس چې په ښار کې پرې برید شوی، په روغتون کې ساه ورکړه.
[/restrict]
Views: 685
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن