Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار ښار – سپين بولدک پر لار ترافیکي پېښه کې ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کندهار (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۱): د کندهار ښار - سپین بولدک پر لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو ښځو او یوه ماشوم ژوند بایللی او د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې د یادې لارې په «تورو» سیمه کې شوې ده.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه د یوه فلډر او یوه باروړونکي مازدا موټرو د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې درې کسان (دوې ښځې او یو ماشوم) مړه شوي او د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، په ټپيانو کې د پنځو لویانو ټپونه ژور دي خو اته ماشومان برسېرن ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، ډېره مرګ‌ژوبله د فلډر موټر سپرلیو ته اوښتې چې له کندهار ښاره سپین بولدک ته روان و.

د هغه په خبره، د پېښې ټپيان د درملنې لپاره د کندهار ښار میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یاد روغتون یوه ډاکټر هم پژواک ته وویل چې له دې پېښې د دوو ښځو او یوه ماشوم مړي او ۱۳ ټپیان ور وړل شوي چې پنځه کسان سخت ټپیان دي.

له کندهار ښار څخه تر سپین بولدک پورې غځېدلی شاوخوا سل کیلومتره سړک دوه طرفه جوړ شوی خو ځینې برخې یې لا هم خرابې دي.

چارواکي وايي، پر دغه لار ډېرې ترافیکي پېښې د ګړندي تګ، بې‌احتیاطۍ او ترافیکي اصولو نه مراعاتولو له امله کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.