Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې جوړول؛ د غوراوي نورو پړاوونو لپاره ۱۰۷ لوبغاړي ټاکل شوي

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې جوړولو لپاره له شاوخوا ۵ زره لوبغاړو د ازموینې اخیستلو په پایله کې ۱۰۷ لوبغاړي د غوراوي نورو پړاوونو لپاره ټاکل شوي دي.

کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د تېرې ډسمبر میاشتې له لومړۍ تر ۱۶مې نېټې د هېواد په پنځو زونونو کې له شاوخوا  ۵ زره د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو ازموینه اخیستل شوې وه.

سرچینې زیاته کړې، د دغو لوبغاړو له ډلې په ټاکل شوو معیارونو برابر ۱۰۷ لوبغاړي د غوراوي د نورو پړاوونو لپاره ټاکل شوي دي.

کرکټ بورډ وایي، د پلان له مخې به ټاکل شوو ۱۰۷ لوبغاړو ته د غوراوي کمپونه جوړ شي چې په ترڅ کې به یې یاد ټول لوبغاړي له بېلابېلو پړاوونو تېر شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کمپ په پای کې به د نهایي پړاو لپاره ۳۰ لوبغاړي غوره شي چې په پایله کې به له دغو کسانو د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنې کم عمره لوبډلې ته ۱۸ لوبغاړي غوره شي.

دا په داسې حال کې ده، په ځینو ولایتونو کې یو شمېر هغو لوبغاړو چې په دې ازموینه کې یې برخه اخیستې وه، شکایت کړی و چې دغه پروسه په شفاف ډول نه ده ترسره شوې.

خو کرکټ بورډ وایي، ټول هغه لوبغاړي چې د غوراوي له لړۍ شکایت لري، کولای شي له شنبې تر چهارشنبې د سهار له ۸ بجو د مازدیګر تر څلورو بجو د اعلان شوې شمېرې او برېښنالیک له لارې د افغانستان کرکټ بورډ د شکایتونو اورېدو له څانګې سره خپل شکایتونه شریک کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.