منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دفاع وزیر: د هغو کرغېړنو کړنو مخه باید ونیسو چې ځیني کسان یې کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد‌یعقوب مجاهد وايي: «د صف تصفیه باید وساتو، هغه کرغېړن اعمال چې بعضې اشخاص یې ترسره کوي، د هغوی مخنیوی باید وکړو.»

د یاد وزارت سرمفتش مفتي لطف‌الله حکیمي پر خپلې ټوېټرپاڼې نن لیکلي چې د ملي دفاع وزارت د سرمفتشیت له دوه میاشتني کورس څخه یو شمېر کسان فارغ شول.

دی وايي، د فارغو مفتشینو په فراغت‌غونډه کې د یاد وزارت سرپرست مولوي محمد‌یعقوب مجاهد، د دغه وزارت د کشف رییس ملا علي‌محمد معتصم او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

حکیمي یو وېډيو کلیپ هم خپور کړی چې د ملي دفاع وزارت سرپرست په کې وایي: «د صف تصفیه باید وساتو، هغه کرغېړن اعمال چې بعضې اشخاص یې ترسره کوي، د هغوی مخنیوی باید وکړو، نو بیا به ان‌شالله صف هم صفا وي، هماهنګي به هم موجوده وي، اطاعت به هم موجود وي او ټول کارونه به مو منظم وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د نظامي لیکو د تصفیې کمېسیون له صفوفو په ټول هېواد کې له درې زرو د ډېرو کسانو د ایستلو خبر ورکړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست