پلعلم (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټه وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۵۰ زره جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک خبري اژانس ته وویل، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې شپږ میاشتې مخکې فعالیت پيل کړی چې د کرنې او ښارجوړونې ریاستونه، استیناف څارنوالۍ، د ځمکو د ثبت اداره، ښاروالي او امنیه قومانداني یې غړیتوب لري.
هغه زیاته کړه، یادې کمېټې په دې موده کې په مرکز پلعلم، محمداغې، خوښۍ، برهکيبرک، څرخ، خروار او ازرې ولسوالیو کې شاوخوا ۵۰ زره جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
دی وايي، د یادو ځمکو د غصب په تور شاوخوا ۷۰ کسان هم نیول شوي چې د قومي مشرانو او علماوو په ضمانت خلاص شوي او ژمنه ترې اخیستل شوې چې بیا ځمکه نه غصبوي.
د هغه په خبره، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټه خپل کار ته دوام ورکوي او ټولې هغه ځمکې به له غصبه خلاصوي چې په تېرو کلونو کې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې غصب شوې دي.
د مرکز پلعلم او ولسوالیو اوسېدونکي د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، دا لړۍ دې ټولو حوزو او ولسوالیو ته وغځول شي.
د مرکز پلعلم یوه اوسېدونکي بشارت پژواک خبري اژانس ته وویل، د دولت له لوري د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټه دې لومړی په مرکز پلعلم کې غصب شوې ځمکې راوګرځوي او بیا دې ولسوالیو ته مخه کړي.
هغه زیاته کړه، اوس هم په پلعلم کې سلګونه جریب دولتي ځمکه غاصبینو نیولې او کورونه یې پرې جوړ کړي دي.
بلخوا، د برهکيبرک ولسوالۍ یوه قومي مشر جمعهالدین پژواک خبري اژانس ته وویل چې دولت باید پیل شوې پروسه په ټولو سیمو کې یو شان عملي کړي او هغه کسان چې په اوسني نظام کې دندې لري او یا هم خپل خپلوان لري، باید واسطه یې ونه منل شي.
هغه زیاته کړه، غاصبین باید د قانون له مخې جریمه او مجازات شي او په دولتي ځمکو یې چې کورونه او ودانۍ جوړ کړي، باید ونړول شي.
په تېر جمهوري نظام کې هم د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې جوړې شوې وې خو د ناامنیو او نورو ستونزو له امله ونه توانېدې غصب شوې ځمکې راوګرځوي.
Views: 152
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن