کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): د ترکيې، قطر او عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزيرانو په بېلا بېلو ټېلیفوني خبرو کې له زدهکړو او کار د افغان نجونو او مېرمنو د منعکولو په تړاو خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره د ټېلیفون له لارې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
سرچينه زياتوي، په دې خبرو کې دواړو لورو له زدهکړو او کار څخه د افغان نجونو او مېرمنو د منع کولو په اړه خبرې کړې دي.
سرچينه کاږي، دواړو خواوو په افغانستان کې د سیاسي ډلو د خپلمنځي خبرو پر پيلېدو هم ټینګار کړی دی.
له بلې خوا د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووشاوغلو او د عربي متحدو اماراتو د بهرنيو چارو وزير عبدالله بن زاید آل نهیان هم په ټېليفوني رابطه کې پر فلسطين سربېره د افغانستان د اړوندو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
دغه مطلب د ترکيې د انادولو اژانس خپور کړی او زياته کړې يې ده چې په دې خبرو کې دواړو خواوو پر افغان مېرمنو د ایجاد شويو محدوديتونو په اړه اندېښنه وښودل شوه او د افغانستان له خلکو سره د مرستو په خاطر يې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د لوړو زدهکړو وزارت د ليندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې وځنډول شوې. دغه راز د اقتصاد وزارت د مرغومې په ۳مه، په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې د ټولو هغو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي چې له هغوی سره کار کوي.
Views: 82
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن