کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): ټاکل شوې چې د بنګلهدېش سوداګریز لیګ کرکټ سیالۍ سبا د يولسو افغان لوبغاړو په ګډون پيل شي.
د بنګلهدېش کرکټ بورډ نن (پنجشنبه) په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې د کرکټ تر ټولو لویه سيالۍ سبا پيليږي.
د ازادۍ راډيو د راپور له مخې، د جنورۍ میاشتې په شپږمه نېټه به د بنګلهدېش غوره لیګ سیالیو نهم پړاو پیل شي.
سرچینې د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې له قوله لیکلي، په دغه لیګ کې د افغانستان له لوبغاړو فضلالحق فاروقي، محمدنبي، عظمتالله عمرزی، کریم جنت، ابراهیم ځدراڼ، رحمنالله ګربز، عثمان غني، حمزه هوتک، شفیقالله غفاري، دروېش رسولي او ګلبدین نایب له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېږي.
په بيپيایل لیګ کې به ټولټال ۴۶ سیالۍ ترسره شي او پایلوبه به یې د فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال تر یاد لیګ وړاندې هم یو شمېر افغان لوبغاړو د اسټرالیا او نیپال په سوداګریزو لیګونو کې لوبې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په راتلونکي فبرورۍ او مارچ میاشتو کې به د پاکستان او هندوستان سوداګریز لیګونه هم د یو شمېر افغان لوبغاړو په ګډون پیل شي.
Views: 672
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن