ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قرغې بند ساتنې پروژه د شپږ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوه

د قرغې بند ساتنې پروژه د شپږ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوه

author avatar
5 Jan 2023 - 11:27
د قرغې بند ساتنې پروژه د شپږ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوه
author avatar
5 Jan 2023 - 11:27

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه د نږدې شپږ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور په دې اړه د یوه ټویټ په کولو ویلي چې د نږدې شپږ میلیون افغانیو په ارزښت د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانیستل شوه.

دی وايي، د پروژې په پرانیسته کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي مشر انجنیر حبیب‌الرحمن حقپال، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې مشر مولوي ولي‌محمد تایب، د اوبو د تاسیساتو د ساتنې، مراقبت او ګټې اخیستنې مشر انجنیر حبیب‌الرحمن مبارز او د اوبو او انرژۍ وزارت یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.

سرچینه زیاتوي، د کابل سیندیزې عمومي حوزې مشر انجنیر حبیب‌الرحمن حقپال د یادې پروژې د پلې کېدو هدف د قرغې بند ساتنه او مراقبت یاد کړ.

نوموړي د اوبو د تاسیساتو ساتنې او مراقبت ته په اشارې له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې په ښه کیفیت د پروژې پلې کولو ته پام وکړي.

د پغمان عمومي ساحوي مدیر انجنیر محمد اسماعیل وايي چې د یادې پروژې پلې کولو موخه د قرغې بند ساتنه او د بند شاوخوا له ویجاړېدو مخنیوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې مخکې هم د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د قرغې بند اړوند د کانالونو او د بند دخولي دروازو د ساتنې او مراقبت په موخه درې نورې پروژې پلې شوې دي.

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.