کندهار (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی او بل ټپي دی.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه پرون غرمه د ډنډ ولسوالۍ په «پیر میر کلا» سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، دوو ځوانانو – چې یو ۱۷ کلن او بل ۱۲ کلن وو – یوه سرګلوله پیدا کړې وه چې ورباندې چاودېدلې ده.
نوموړی وايي، په یاده پېښه کې یو ځوان وژل شوی او بل ټپي دی.
د یادې سیمې یوه اوسېدونکي رمضان پژواک خبري اژانس ته وویل، دغو دوو ځوانانو یوه زړه سرګلونه پیدا کړې وه او له یوه ځایه یې بل ته وړله چې پرې چاودېدلې، یو یې وژلی او بل یې سخت ټپي کړی دی.
دی وايي، د ډنډ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې اوس هم له تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي او سرګلولې پيدا کېږي چې خلک يې ټولوي او بيا يې د اوسپنې په توګه پلوري.
خلک غوښتنه کوي چې د تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي دې راټول شي او د کلیوالي سیمو اوسېدونکو ته دې پوهاوی ورکړل شي چې دغو توکو ته نږدې نه شي.
Views: 160
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن