ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د یوې تپې ښویېدو له امله یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي

بدخشان کې د یوې تپې ښویېدو له امله یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي

author avatar
6 Jan 2023 - 12:21
بدخشان کې د یوې تپې ښویېدو له امله یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي
author avatar
6 Jan 2023 - 12:21

فیض‌اباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۱): سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د سرو زرو استخراج پر کارځای د یوې تپې ښويېدو له امله یو شمېر کان‌کېندونکي تر خاورو لاندې بند پاتې دي او تر اوسه دوه کسان ژغورل شوي  دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریس معزالدین احمدي وايي: «د یاوان ولسوالۍ اړوند په خېراباد سیمه کې، پرون پنجشنبه له غرمې وروسته، د یوه معدن پر کارخونې د خاورینې غونډۍ ښویېدو له امله لږ تر لږه درې کسان تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي او تر اوسه یې د ژوندي پاتې کېدو اټکل کېږي.»

هغه وايي چې د ژغورنې ډلې ساحې ته استول شوې دي.

احمدي یادونه وکړه چې دغه پېښه له زلزلې څخه څو ساعته مخکې رامنځته شوې او له زلزلې سره کومه اړیکه نه لري.

تېره شپه شاوخوا ۶:۵۷ دقیقې یوې نسبتا زورورې زلزلې بدخشان او یو شمېر نور ولایتونه ولړزول، خو تر اوسه له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.

خو د سیمې یوه اوسېدونکی محمدناصر مجتبی پژواک اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر شوې او «نږدې اته کسان» تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې نن سهار د ژغورنې په عملیاتو کې دوه کسان ژوندي را ایستل شوي، خو د څو نورو کسانو برخلیک په اړه معلومات نشته.

Views: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.