ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني د مصر، سوډان او فلسطین له علماوو وغوښتل چې د «دردېدلي افغانستان» غږ نړۍ ته ورسوي

حقاني د مصر، سوډان او فلسطین له علماوو وغوښتل چې د «دردېدلي افغانستان» غږ نړۍ ته ورسوي

author avatar
6 Jan 2023 - 15:22
حقاني د مصر، سوډان او فلسطین له علماوو وغوښتل چې د «دردېدلي افغانستان» غږ نړۍ ته ورسوي
author avatar
6 Jan 2023 - 15:22

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۱): د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د مصر، سوډان او فلسطین له علماوو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې د «دردېدلي افغانستان» غږ خپلو هېوادونو او نړۍ ته ورسوي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو هېوادونو مخکښو علماوو له سراج‌الدین حقاني سره وکتل.

 د خبرپاڼې له مخې، یادو علماوو په افغانستان کې له اسلامي نظام څخه هراړخیز ملاتړ څرګند او دا یې خپل اسلامي مسئوليت یاد کړ.

سرچینه لیکي، دغو علماوو افغانستان کې «جهادي مبارزه» یوه حیرانوونکې حماسه وبلله او ویې ویل چې د دې بریا تداوم په یووالي او پرمختګ کې نغښتی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د اسلامي نړۍ پر یووالي ټینګار وکړ او افغانستان کې یې د اسلامي امارت واکمنېدو لپاره د مبارزې د بریا اساسي لامل وحدت، اطاعت او صداقت وباله.

سرچینه لیکي چې حقاني، د یادو علماوو له معنوي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې د «دردېدلي افغانستان» غږ خپلو هېوادونو او نړۍ ته په رښتينې معنی ورسوي.

هغه ویلي چې د اسلامي نړۍ علماء په ښه ډول دغه استازیتوب کولی شي.

 

Views: 603

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.