ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هواپېژندنې ادارې ۱۵ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی

هواپېژندنې ادارې ۱۵ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی

author avatar
7 Jan 2023 - 14:15
هواپېژندنې ادارې ۱۵ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی
author avatar
7 Jan 2023 - 14:15

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د هواپېژندنې ریاست په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې له سېلابونو راوتلو سره د سختې واورې او باران ورېدو اټکل کړی دی.

د یاد ریاست د اعلامیې پر اساس، نن او سبا (د مرغومي ۱۷ او ۱۸مه) په پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان‌ وردګ، غزني، بامیان، غور، دایکنډی، اروزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه او بدخشان ولایتونو کې د شدېدې واورې او باران ورېدو احتمال شته دی.

د هواپېژندنې رياست په وینا، په یادو ولايتونو کې د واورې اندازه له ٢٠ تر ٣٥ سانتي‌مترو او د باران اندازه د ١٥ او ٢٥ ملي‌مترو په کچه اټکل شوې ده.

یاد ریاست په داسې حال کې په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو خبر ورکوي چې په تېرو ورځو کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د سالنګ او غور ولایت په ګډون، ځینو سیمو کې مواصلاتي لارې په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې.

Views: 212

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.