محمودراقي (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د کاپیسا د علماوو شورا او قومي مشرانو په یوه پرېکړهلیک کې د ولور اندازه تر ۱۵۰ زره افغانیو وټاکله او پرېکړه یې وکړه چې مهر باید د دواړو غاړو په خوښه و ټاکل شي، د کوژدې، د نکریزو شپه، عیدي، براتي او داسې نور محفلونه منع دي.
دغه پرېکړهلیک نن (د مرغومي ۱۷مه) د کوهستان لومړۍ حصې په جامع جومات کې، په یوه لویه غونډه کې چې سلګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو پکې ګډون کړی وو، د علماوو شورا او قومي مشرانو له خوا ابلاغ شو.
د کاپیسا ولایت د کوهستان لومړۍ حصې ولسوال مولوي عبدالمتین سعید په یاده غونډه کې وویل، د پېغلو ولور ۱۵۰ زره افغانۍ او د کونډو ولور ۸۰ زره افغانۍ ټاکل شوی او د هلک پر کورنۍ بل هیڅ لګښت نشته.
نوموړي زیاته کړه چې مهر باید د طرفینو په خوښه و ټاکل شي.
هغه وایي: «پرېکړه وشوه چې د کوژدې، شیریني خورۍ، عیدي، براتي، څاښتي، د زوکړې کلیزه، د نکریزو شپه، پایوازي… منع شوي دي.»
د سرچینې په خبره، په یاده غونډه کې د ځینو غمځپلو کورنیو پروګرامونو په اړه هم خبرې وشوې او په تړاو یې ځینې پرېکړې وشوې.
سعید زیاته کړه: «د غمځپلي (متوفی) په کور کې باید ډوډۍ و نه خوړل شي، ډوډۍ باید د ګاونډیانو له خوا برابره شي او که امکان یې نه وو نو د متوفی کورنۍ دې مېلمنو ته ساده ډوډۍ برابره کړي.»
نوموړي زیاته کړه چې د غونډې د پرېکړې له مخې، د متوفی کورنۍ چې هره ورځ وي یوازې د یوې ورځې لپاره د خیرات حق لري، واک د دوی په خپل لاس کې دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، همداراز په یاد پرېکړهلیک کې راغلي چې له جنازې (متوفی) سره جاینماز، قرانکریم، جامې او داسې نور ونه لېږدول شي.
د نوموړي په خبره، د غم او خوښیو په محفلونو کې باید له یو ډول خوړو لکه وریجې او قورمې څخه استفاده وشي، له بېلابېلو خوړو برابرولو څخه دې ډډه وشي.
هغه یادونه وکړه چې دغه پرېکړه د خلکو اقتصادي ستونزو رفع کولو په موخه شوې ده.
هغه ټينګار وکړ، هر چا چې له دې پرېکړې سرغړونه وکړه، لومړی به تر ۱۵۰ زره افغانیو جریمه او وروسته به مجازات شي.
سعید وویل: «نن د یاد پرېکړهلیک پلي کېدل د حکومت، علماوو شورا او د کوهستان د لومړۍ حصې د قومي مشرانو په وسیله صادر شو او سر له ننه د اجرا وړ ده.»
د کوهستان د لومړۍ حصې ځینو اوسېدونکو د یاد پرېکړهلیک هرکلی وکړ.
د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ یوه قومي مشر شیر بادشاه وایي، دغه پرېکړه د خلکو په خیر ده او ټول خلک باید په پلي کولو کې یې برخه واخلي.
Views: 150
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن