Language

د کرنې وزیر د امو سیند غاړې د تحکیماتو کار له پیلېدو خبر ورکړ

تالقان (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د امو سیند اوبو د ویجاړیو له امله د تخار ولایت د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو اوسېدونکو د اندېښنو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د یو شمېر وزارتونو یوه ګډ پلاوي تخار ولایت ته سفر کړی او د دغه سیند د غاړو تحکمیاتو کار له پیله یې خبر ورکړی دی.

د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د یوه پلاوي په مشرۍ تخار ولایت ته سفر کړی، د امو سیند اوبو له امله یې له ویجاړو شوو ځایونو لیدنه کړې او وايي، د امو سیند ویجاړیو موضوع څو ځلې د کابینې په غونډه کې یاده شوې وه.

د هغه په خبره، وروسته پرېکړه وشوه چې د خلکو ستونزو هواري په موخه یو لوړپوړی پلاوی دغه ولایت ته لاړ شي، څو د خلکو ستونزې له و ارزوي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.

عمري مني چې د تحکیماتو نشتوالي له امله د امو سیند اوبو راپورته کېدو زرګونه جریب کرنیزه ځمکه، کورونه او څرځایونه ویجاړ کړي چې د دې ستونزې هواري لپاره به جدي هڅه کوي، څو خلک له دې وروسته په یادو سیمو کې د اوبو راپورته کېدو له امله اندېښنه ونه کړي.

login or register a new account.