فېروزکوه (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱): د غور امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه لایت په تیوره ولسوالۍ کې یوې ښځې د تومانچې په وسیله ځانوژنه کړې ده.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري د یادې پیښې په تایید سره پژواک خبري اژانس وويل:«د سکينې په نوم يوې ښځې پرون ماسپښين د تیورې ولسوالۍ په دهن درودي کلي کې د تومانچې په وسیله ځانوژنه کړې ده.»
هغه وویل، د دغې پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی او امنیتي ځواکونه په اړه یې څېړنې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې هم د فېروزکوه ښار په جرتیلک سیمه کې یوې ښځې د مرمۍ په فیرولو سره ځانوژنه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP