کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له یو شمېر عرب علماوو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې خپلو ولسونو او د نړۍ مسلمانانو ته د افغانستان د اوسني وضعیت، نظام او افغان ولس واقعي ترجماني وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن (یکشنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د دغه معاونیت مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د مصر، سوډان، لیبیا او فلسطین له مخکښو علماوو سره وکتل.
سرچينه کاږي، ملا برادر دغو علماوو ته ويلي: «موږ له تاسو مننه کوو چې تاسو افغانستان ته راغلي یاست او د افغانانو له حالت مو ځان خبر کړ، یقیناً چې د نړۍ مسلمانانو په ځانګړي ډول علماوو له خپلو افغان وروڼو سره هر وخت همدردي کړې او موږ مو منندوی یو.»
نوموړي د یادو علماوو له راتګ او معنوي ملاتړه د مننې ترڅنګ وویل: «په نړۍ کې د افغانستان د حقیقي وضعیت سمه ترجماني نه ده شوې او له بدهمرغه غربي رسنۍ هر څه ته منفي بڼه ورکوي، تاسو خپلو ولسونو او د نړۍ مسلمانانو ته د افغانستان د اوسني وضعیت، نظام او افغان ولس واقعي ترجماني وکړئ.»
سرچیني زياته کړې: «د علماوو د پلاوي مشر شيخ دکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د امریکا او ناټو پر وړاندې جهاد حیرانوونکې حماسه یاده کړه او د دې لویې حماسې مبارکي یې افغان ملت ته ورکړه او هغوی دغه بریا نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټول اسلامي امت لپاره ویاړ وباله.»
سرچینه زیاتوي، پلاوي د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان اسلامي امارت مشر شيخ هبتالله اخندزاده له لوري د عمومي بښنې اعلان، د نړۍ په تاریخ کې بېسارې بېلګه او د مکې فتحې عمومي عفوې ته یې ورته، ګټوره او د ستاینې وړ یاده کړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په یاده کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه او د استخباراتو لوی ریاست مشر ملا عبدالحق وثیق هم حضور درلود.
له بلې خوا د لوړو زدهکړو وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې ويلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم د ځینو اسلامي هېوادونو له مخکښو علماوو سره په کابل کې وکتل.
سرچینه زياتوي، د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم یادو علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې دوی نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولو مسلمانانو لپاره د خير او پرمختګ غوښتونکي دي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت تګلارې ته په اشارې سره وویل چې د دوی موخه د شریعت پلي کول دي چې له امله یې د «کفري» او ځينو اسلامي هېوادونو له نیوکو سره مخامخ کېږي.
سرچینې زیاته کړې، د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست له یادو علماوو وغوښتل چې د افغانستان حالت د نړۍ له علماوو او مخلصو مسلمانانو سره شریک کړي.
سرچینه زیاتوي: «د اسلامي نړۍ د مخکښو علماوو د پلاوي مشر شيخ دکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت ۲۰ کلن جهاد وستايه، افغانانو ته یې د دې سترې بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې موږ راغلي یو څو له تاسو څخه په تأثر په خپلو هېوادونو کې اسلامي نظام په ښه شکل تشریح کړو.»
د لوړو زدهکړو وزارت ويلي: «د اسلامي نړۍ د مخکښو علماء کرامو پلاوي د نړۍ د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وکړ او په مختلفو علمي برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته تیاری وښود.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د مصر، سوډان، ليبیا او فلسطین علماء شامل وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP