کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱): د اهل تشیع ټولنې اړوند د پوهنتون یو شمېر استادانو له حکومته غوښتي چې په دولتي جوړښتونو کې دې د دوی له کادرونو ګټه واخلي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نن (د مرغومی ۱۸مه) په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع ټولنې اړوند د پوهنتون له یو شمېر استادانو او کدرونو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
سرچینې وویل، په دې لیدنه کې د یادو استادانو او کادرونو په استازولۍ نصرالله مصباح شهرستاني په خپلو خبرو کې ویلی، خوښ دي چې په افغانستان کې د «اسلامي امارت» په راتګ سره د قدرت جزیرې ختمې شوې او تبعیض له منځه تللی دی.
ده زیاته کړه، سره له دې چې «اسلامي امارت» په بېلابېلو برخو کې د اهل تشيع په ګډون ټولو اقوامو ته ځای ورکړی خو غوښتنه یې وکړه چې د اهل تشیع له کادرونو دې په دولتي جوړښتونو کې نوره استفاده هم وشي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د اهل تشيع کادرونه او قومونه له «اسلامي امارت» سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
سرچینه وایي، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پوهنتون له یادو استادانو څخه په مننې وویل، «اسلامي امارت» د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو اړوند دی چې له هر ډول تبعیض او تعصب پرته يې خدمت کوي.
سرچینه زیاتوي، مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه چې په «اسلامي امارت» کې د هر قوم، سیمې او ولایت خلک شته چې د هغوی د وړتیاوو په نظر کې نیولو سره له تبعیض پرته ټولو کادرونو ته د خدمت زمینه برابروي.
د رياستالوزراء سياسي مرستيال ویلي چې په دې برخه کې به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.
Views: 127
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن