مزارشریف (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٥٠ ميليون افغانيو په لګښت د درېيو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
دغه کانالونه د چهاربولک ولسوالۍ په آبفروش، درغن او نوارد کهنه کلیو کې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په لګښت جوړېږي.
بلخ کې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (CHA) مسوول انجینر محمدرفیع وایي، د یادو کانالونو پر جوړولو ۵۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي.
د هغه په وینا، د درغن کلي کانال ۴۶۶ متره، د آبفروش کلي ۵۰۰ متره او د نوارد کهنه کلي ۴۰۰ متره اوږدوالی لري چې د نهه میاشتو په اوږدو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړی دغهراز زیاتوي، د یادو کانالونو په کیندنه کې ۵۶۲ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې چې هر کس ته به د میاشتې ۱۰۰ ډالر مزد هم ورکړل شي.
په همدې حال کې، د بلخ د چهاربولک ولسوال مولوي اسدالله وفا د یادو کانالونو پر جوړېدو خوښ دى او له نورو موسسو هم غواړي چې د عامالمنفعه پروژو په تطبیق کې د دغې ولسوالۍ له خلکو سره مرسته وکړي.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن