کندز (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): کندوز کې ځیني لبنیاتپلورونکي د خپلو تولیداتو بازار خرابېدو اندېښمن کړي او وايي چې په وروستیو کې یې کاروبار مخ پر ځوړ روان دی.
هغوی اقتصادي ستونزې او د ځینو کسانو له لوري د غیرمعیاری لبنیاتو تولید لویې ننګونې بولي او له حکومته غواړي چې ملاتړ یې وکړي.
په ورته وخت کې د کندوز سیمهییز مسوولین د لبنیاتو تولید او بازارموندنې برخو کې پر خپل ملاتړ ټینګار کوي.
۵۶ کلن امیدخان چې له نهو کلونو راهیسې په کندوز ښار کې د لبنیاتو کاروبار کوي، وايي چې په وروستیو میاشتو کې یې کاروبار د بازار نشتوالي له امله خراب شوی دی.
هغه وايي، د تولیداتو نه پلورل کېدو له امله یې خپل کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاتوي: «الحمدالله زموږ تولیدات ډېر دي خو بازار نه لرو؛ خلک اقتصادي ستونزې لري او ترڅنګ یې زموږ مصارف ډېر دي، څو نفره کارګر لرو، زموږ تولیدات صحی دي؛ نو ځکه لګښت مو هم ډېر کېږي؛ بله ستونزه دا ده چې خلک خپله کورونو کې لبنیات تولیدوي چې له صحي اړخه هم سم نه دي او هغه بیا بازار کې پلوري.»
یو لبنيات پلورونکی نجیبالله هم د بازار له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې هره ورځ خپل تولیدات بازار ته وړاندې کوي؛ خو پلور نه لري، که دا وضعیت دوام وکړي، کاروبار یې له سقوط سره مخ کېږي.
په کندوز کې يو شمېر نور لبنياتپلورونکي هم ورته څرګندونې کوي او له حکومته په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
دغه راز د کندوز د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغیتا امر نجیبالله حسن د لبنیاتو تولید او د هغو لپاره د بازارموندنې برخو د ملاتړ خبره کوي.
نوموړی زیاتوي: «موږ د لبنیات پلورونکو یادې ستونزې منو، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او بازارموندنې ته ژمن یو، د لبنیاتو د کاروبار په ښه کېدو سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او په غیرمستقیم ډول به د مالدارانو ملاتړ هم وشي.»
د يادونې ده، کندوز د افغانستان په شمال کې يو له کرنيزو ولايتونو دى چې ډېرى اوسېدونکي يې له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP