Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان ولسي جرګې د یوه غړي پر کور بمي برید شوی

د پاکستان ولسي جرګې د یوه غړي پر کور بمي برید شوی

author avatar
9 Jan 2023 - 12:18
د پاکستان ولسي جرګې د یوه غړي پر کور بمي برید شوی
author avatar
9 Jan 2023 - 12:18

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): په پېښور کې د پاکستان ولسي جرګې د یوه غړي ناصر خان موسی‌زي پر کور د لاسي بم برید شوی دی.

دغه خبر پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د ځايي پولیسو له قوله خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي، د یک‌شنبې په شپه د پاکستان د ولسي جرګې غړي ناصر خان موسی‌زي پر کور - چې په پېښور ښار کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه موقعیت لري- د نامعلومو کسانو له ‌خوا برید شوی دی.

د یاد خبر له مخې، نامعلومو کسانو د هغه د کور مېلمستون په نښه کړی او دېوال یې نړولی دی.

پولیسو ویلي چې برید د لاسي بم په وسیله شوی او د پېښې په اړه نورې څېړنې روانې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې ناصر خان موسی‌زي په ​​پېښور پریس کلب کې دوه ورځې مخکې خبریالانو ته ویلي و چې ګواښونه ورته متوجه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.