Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان له سعودي سره د راتلونکي کال حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لاسلیک کړه

افغانستان له سعودي سره د راتلونکي کال حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لاسلیک کړه

author avatar
10 Jan 2023 - 09:51
افغانستان له سعودي سره د راتلونکي کال حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لاسلیک کړه
author avatar
10 Jan 2023 - 09:51

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پلاوي د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزارت سره د  ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لاسلیک کړې ده.

د ارشاد، حج اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مالي او اداري عمومي رییس  مولوي عبدالولي حقاني د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه پرون د ۲۰۲۳ میلادي کال فرضي حج خدمتونو په کنفرانس او نندارتون کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته روان شو.

سرچينې لیکلي، حقاني تېره ورځ په جده کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له مرستیال دکتور عبدالفتاح مشاط سره د حج خدمتونو کنفرانس او نندارتون په مرکزي دفتر کې وکتل او د حج پر اړوند مسایلو يې خبرې وکړې.

حج او اوقافو وزارت لیکلي، د دې ترڅنګ د دواړو وزارتونو ترمنځ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج لومړنيو ترتیباتو هوکړه‌ليک هم لاسليک شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.