ترینکوټ (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د اروزګان والي وايي، د ځینو مالیاتي ادارو له لوري په دندو کې غفلت او ناغېړي لامل شوې چې د ټاکلو عوایدو په راټولولو کې پاتې راشي.
د مالیې وزارت له خوا هر کال ولایتونو ته د عوایدو ټولولو ځانګړی هدف ورکول کېږي چې په روان ۱۴۰۱ لمریز کال کې اروزګان ته ۷۶،۴ میلیون افغانیو عوایدو ټولولو هدف ورکړل شوی دی.
والي مولوي محمد علي جان په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په دندو کې د یو شمېر مالیاتي ادارو د مسوولینو ناغیړي د دغه هدف نه پوره کېدو لامل دی.
هغه زیاته کړه، د مالي کال د لسو میاشتو موده کې ګڼو ادارو خپلې مالیې نه دي تحویل کړې.
نوموړی وايي، له دې وروسته له مسوولیت څخه تېښته د منلو نه ده، که هره اداره یا هم خصوصي سکتور پر وخت مالیه ور نه کړي نو عدلي او قضایي ادارو ته به ور وپېژندل شي.
د اروزګان مستوفي مولوي شفیعالله فایض وویل، تر دې مهاله یې د ټاکل شوو عوایدو ۷۶،۴ میلیون افغانیو له جملې یوازې ۴۸،۴ میلیون افغانۍ راټولې کړې دي.
هغه زیاته کړه، ګڼو دولتي او خصوصي ادارو خپل مالیات نه دي تحویل کړي چې له امله یې د ټاکل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي د کرنې او مخابراتو ریاستونو یادونه وکړه چې د دولتي ځمکو د اجارې او د مخابراتي شبکو د انتنونو د ځمکو کرایو پیسې یې نه دي تحویلې کړې.
د اروزګان د کرنې رییس مولوي حمیدالله وویل، کلونه کېږي سلګونه جریب دولتي ځمکې د یو شمېر کسانو له خوا کرل کېږي خو مالیه یې نه ورکوي.
ده زیاته کړه، همدا کسان له لوړپوړو مسوولینو سره شناخت لري او همدا دولتي ځمکې نورو ته په خپلسري توګه په اجاره هم ورکوي.
هغه وویل، که اجراییه قوه ورسره همکاره نه شي نو د دغو کسانو له لاسونو د دولتي ځمکو اېستل ناممکن دی.
تر دې وړاندې هم اروزګان کې د مالیې راټولولو لپاره کمپاینونه او د عامه پوهاوي ناستې شوې دي.
Views: 372
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن