کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د حکومت پر وسلهوالو مخالفینو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او ټينګار کوي چې امرین دې نیوکې د حکومت تخریب نه بولي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي زوی په خپل ټوېټرپاڼه کې یوه وېډيو خپره کړې چې په هغه کې ستانکزی یوې غونډې ته وینا کوي.
بيبيسي لیکلي، هغه دا څرګندونې تېره اونۍ په لوګر ولایت کې یوې غونډې ته کړې دي.
د دغې وېډيو له مخې، هغه ویلي: «داسې نه ده چې اومرا ټول مکمل دي، وحې قطع شوې، وحې نه راځي، دا پیغمبران نه دي، دا صحابه کرام نه دي چې د رسولالله (ص) له مدرسې فارغ شوي وي، دا د ۲۰ او ۲۱مې پېړۍ خلک دي.»
نوموړی وايي: «له ما نیولې او بېرته له ما پورې، هرڅوک چې حاکمان دي، که والیان دي، که امنیه قوماندانان دي، که وزیران دي او که رییس جمهور دی، سهوه کوي، خطاوې کوي او په خطا ځي، یو څوک یې په غلطه پوه کړي، غلط نظر ورته ورکړي، نو دا د هر مسلمان او هر فرد وظیفه ده چې خپل امر ته ووایي چې دا کار مو خلاف د شریعت دی، دا کار مو دلته خلاف وکړ، باید داسې وشي، په دلایلو ورته ووایي او امرین دې دا خبره په دې نه نیسي چې دی تخریب کوي، زما تخریب کوي، ماسره مشکل لري، یا زما حکومت او نظام نه غواړي، دا د اصلاح لپاره ده، موږ لکه وروڼه داسې یو، مسلمان د مسلمان اینه ده.»
هغه زیاته کړه: «یو عالم، یو مجاهد او یوه عادي کس که ماته ووایي چې ستانکزیه تا کې دغه دغه مشکل دى، نو زه که واقعا مسلمان یم نو زه به دده خبره واورم او وګورم چې دا مشکل په ما که شته او که نه او ځان باید اصلاح کړم.»
ستانکزی مخالفینو ته: خدای او قران ته وګورئ، جنګونه بس کړئ
دغهراز، د عباس ستانکزي د دغې وینا بله برخه د لوړو زدهکړو وزارت یوه چارواکي احمدتقي خپره کړې چې په کې ویلي: «شیخ صاحب [مولوي هبتالله اخوندزاده] یو لوی غنیمت دی، خدای پاک موږ ته داسې یوه تحفه راکړې چې هغه د دین عالم دی، د دنیا په سیاست، اقتصاد او د دنیا په هر شي پوهېږي.»
هغه د حکومت پر وسلهوالو مخالفینو غږ وکړ او وویل: «خدای ته وګورئ، قران ته وګورئ او د دې ملت په خاطر جنګونه بس کړئ او دا نتیجه هم نه ورکوي، نور په دې ملک کې فساد، رشوت، غلا او غربي ډیموکراسي ته ځای نشته.»
د هغه په وینا، د اسلامي امارت غېږه خلاصه ده او ټول مخالفین دې ورته راشي چې د وروڼو په څېر ژوند وشي.
Views: 1002
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن