کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو وزارت مسوولین وایي، په ځینو رسنیو کې د افغانستان د دولتي پوهنتونونو د نومونو بدلېدو خبرونه خپاره شوي چې حقیقت نه لري.
د دغه وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي نن د مرغومی په ۲۰ مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د ځینو مغرضو خلکو له لوري په جعلي اکاونټونو کې د هېواد د پوهنتونونو د نومونو د بدلون په اړه خبرونه خپاره شوي، چې هیڅ حقیقت نه لري.»
له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شېخ ندامحمد ندیم ته منسوب داسې خبرونه لاس په لاس کېږي چې ګواکې دی غواړي د هېواد د دولتي پوهنتونونو په ځانګړي ډول د کابل پوهنتون نوم «د کابل نړۍوال اسلامي پوهنتون» ته بدل کړي.
خو د لوړو زدهکړو وزارت ویاند دا موضوع په کلکه رد کړه.
نوموړي د یوه ویډیو کلیپ په خپرولو سره ویلي چې د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست شېخ ندامحمد ندیم په ټولنیزو رسنیو (ټویټر او فېسبوک) کې هیڅ شخصي اکاونټ نه لري.
نوموړي له خلکو غوښتنه کړې چې پر جعلي پاڼو باور و نه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP