کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت نن (د مرغومی ۲۱مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د ترکمنستان- هرات وارداتي برېښنا د تخنیکي عارضې له امله پرچاو شوه.»
سرچینه زیاتوي، پرون شپه شاوخوا ۱۱ بجې د یاد ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند په بند بقرچر سیمه کې د ترکمنستان- هرات برېښنا مزي د شارټۍ له امله پرې شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دوی تخنیکي ټیمونو د ستونزې له پیدا کېدو سره سم سیمې ته حرکت وکړ خو د سختو توپانونو او اورښتونو له امله یې ونه شو کولای د عارضې د حل په موخه ځانونه سیمې ته ورسوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، اوس مهال هڅه دا ده څو د وضعیت په ښه کېدو سره تخنیکي انجنیران د رامنځته شوې عارضې د هر څو ژر حل په موخه سیمې ته لاړ شي او کار پیل کړي.
د سرچینې په خبره، د یادې عارضې تر حل کېدو پورې به د رباط سنګي ولسوالۍ او د هرات ښار نیمايي برخه له برېښنا بې برخې وي.
د یادونې ده، د روان ۱۴۰۱ کال د لېندۍ میاشتې په ۲۰مه هم هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د مزو دوه پایې د سخت توپان له امله د دغه ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په بقرچر سیمه کې نړېدلې وې او د برېښنا جریان پرې شوی و چې وروسته ورغول شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP