[restrict paid=”true”]
پلخمري (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۱): د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د سالنګ لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتو څانګې پژواک اژانس ته په استول شوي لیک کې د سالنګ لارې د بېرته خلاصېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر مولوي شېر احمد برهاني لیکلي، سالنګ لاره چې په جنوبي سالنګ کې د زیات ورښت او توپان له امله د لنډ وخت لپاره تړل شوې وه، پر سړک را ښويېدلې واورې پاکې او یواځې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
دغه لار نن شاوخوا ۱۲ بجې په جنوبي سالنګ کې د توپان له امله تړل شوې وه.
[/restrict]
Views: 120
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن