Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سیګار: امریکا د افغانستان پر کانونو سلګونه میلیون ډالر بې‌ګټې او ناکامه پانګونه کړې

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان بیارغونې په چارو کې د امریکا سرمفتش ادارې (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي، امریکا د ۱۷ کلونو په موده کې د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې سلګونه میلیون ډالر پانګونه کړې، خو کومه مثبته پایله یا ګټه یې نه درلوده.

سيګار خپل دغه راپور ته چې پرون د مرغومي په ۱۹مه خپور شوی، «د متحده ایالتونو پروګرامونو خپل هدفونه ترلاسه نه کړل او افغانستان له خپلو کاني زېرمو د پراخې اقتصادي ګټې ترلاسه کول درک نه کړل» نوم ورکړی دی.

یاد امریکايي بنسټ ویلي: «د امریکا حکومت له ۲۰۰۴ نه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې د کانونو پر ارزونې، پرمختیايي پروژو، څار او ظرفیت‌لوړونې په ټولیز ډول ۹۶۲ اعشاریه ۶ میلیون ډالر لګولي دي.»

https://twitter.com/SIGARHQ/status/1612532191627452421?s=20&t=MEAGUhoN1oy0bVaa1eh6eA

سيګار په دغه راپور کې د ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو او همداراز د امریکا پراختیايي ادارې (یو.ایس.ای.ډي) د ۲۰۱۸ کال راپورونو یادونه کړې او معلومات ترې اخیستل شوي دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ، په وروستیو کلونو کې د افغانستان پر کانونو ۱۸ اعشاریه دوه میلیون ډالر د تخنیکي نیمګړتیاوو له منځه وړلو او د کارونو ملاتړ برخه کې لګول شوي دي. همداراز د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ۱۹ اعشاریه ۹ میلیون ډالر د هغه نوي پروګرام په اډانه کې مصرف شوي چې په دغو کلونو کې پلی شوی دی.

د سیګار په راپور کې د امریکا له لوري د افغانستان پر کانونو د شوې پانګونې د ناکامۍ دلایل وړاندې شوي او ویلي یې دي، د افغان حکومت تګلارو په سمولو کې بې وسي، د افغان چارواکو پراخ فساد، په نامعیاري ډول د کانونو کېندنه، په سمه توګه د څار نشتوالی او د کانونو صنعت له بهیره د افغانستان شاته پاتې‌والی او له لویه سره ناامني هغه ستونزې وې چې له امله یې دغه پیسې په سم ډول مصرف نه شي.

د افغانستان پر بیارغونې د څار دغه امریکایي اداره (سیګار)، په داسې وخت کې یاد راپور خپور کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت تر بل هر وخت پر کاني زېرمو د پانګونې لپاره بهرني شرکتونه وربولي او له هغه مهال چې واک ته رسېدلي، د ډبرو سکرو او ځینو نورو کانونو کېندنې یې هم ګړندۍ کړې دي.

په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د کانونو وزارت د رسمي راپور پر بنسټ چې له امریکا سره په ګډه يې د هغه مهال د افغان حکومت ارزونه خپره کړې، ویلي وو: «افغانستان یو اعشاریه شپږ میلیارد بوشکې خام تېل، ۱۶ ټریلیون فوټ‌مکعبه طبیعي ګاز او ۵۰۰ میلیون بوشکې اوبلن ګاز لري.»

له دې ورها خوا، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونونه د دغه هېواد مهمه شتمني ده.

همدا تېره اوونۍ، د افغانستان په شمال کې یوې چینايۍ کمپنۍ ته د نفتو ایستلو چاره وسپارل شوه، خو لا جوته نه ده چې دا پانګونه بنسټي او پخه ده که د لنډ مهال ګټې لپاره کارول کېږي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.