Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترکیه وایي، راتلونکو ورځو کې پنځه زره نور افغان کډوال خپل هېواد ته ستنوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د ترکيې د کډوالو چارو اداره وايي، زرګونه ناقانونه کډوال یې نیولي او په راتلونکو څو ورځو کې به نور پنځه زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم ترکیې ۴۷۷ افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس د کډوالو چارو ادارې له قوله خبر ورکړی چې د جنورۍ له لومړۍ تر پنځمې نېټې یې په ترکیه کې ټولټال دوه زره «ناقانونه کډوال» نیولي او له ډلې یې زر کسان خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي چې افغانان هم پکې وو.

د دغه اژانس د خبر له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې پنځه زره نور افغان کډوال هم له ترکيې وایستل شي.

د یادولو ده، وړمه ورځ هم د ترکيې کډوالو چارو ادارې ویلي وو، په تېر ۲۰۲۲ کال کې يې له خپل هېواده تر ۱۲۴ زرو ډېر ناقانونه کډوال ايستلي دي. رسنیو د هغوی له ډلې هم تر ۶۸ زرو زیات افغانان او ۱۲ زره نور یې پاکستاني وګړي ښودلي وو.

په ترکيه کې له کډوالو سره د ترکي پوله‌ساتو له لوري د ناوړه چلند ویډيوګانې هم لاس په لاس کېږي او ویل کېږي چې دغه هېواد پر افغان کډوالو محدودیتونه سخت کړي دي.

که څه هم له پخوا راهیسې د اروپا په تکل وتونکي افغانان د ترکيې لار د خپل سفر لپاره کاروي، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر دې لاره د تلونکو کډوالو شمېر ډېر شوی دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.