[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر مشرې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او مرستیال عباس ستانکزي سره د ښځو پر کار او زدهکړو خبرې کړې دي.
په کابل کې د یوناما دفتر له خوا په یوه ټویټ کې ویل شوي چې د دې ادارې مشرې روزا اتونبایو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې نوموړې په ډاګه کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د ښځو پر وړاندې خپل سخت کمپاین ته د پای ټکی کېږدي.
یوناما ویلي چې دغه راز نوموړې متقي ته د نړۍوالې ټولنې له خوا د خطر زنګ پیغام هم ورساوه.
Taliban must end their intensifying campaign against Afghan women
UN envoy Roza Otunbayeva today conveyed world’s alarm to dfFM Muttaqi @MoFA_Afg
Bans on education & aid agency work for Afghan women need revoking now to halt #Afghanistan’s slide into deeper instability & poverty— UNAMA News (@UNAMAnews) January 11, 2023
سرچینې زیاته کړې چې د افغان ښځو او نجونو زدهکړو او کار د افغانستان د بې ثباتۍ او غربت لور ته بیایي.
یوناما په یوه بل ټویټ کې ویلي چې د دې نړۍوالې ادارې مرستیال مارکوس پوتزل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له عباس ستانکزي سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو لورو د ټولو لپاره د زدهکړو پر اسانتیاوو خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر ویلي چې د زدهکړو له لارې افغانان کولی شي له غربته ځان وژغوري.
د یادونې ده، د افغانستان سرپرست حکومت په دې وروستیو کې د نجونو ثانوي او لوړې زدهکړې او په موسسو کې د ښځو کار وځنډول.
[/restrict]
Views: 176
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن