کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کندوز - تخار لویې لارې په اوږدو کې د ۲۰کیلو ولټه دوه مزي چې د واورې او توپان له امله پرې شوي وو، بېرته وصل شول.
د افغانستان برېښنا شرکت نن (د مرغومی ۲۲مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د تخار برېښنا شرکت پياوړو تخنیکي کارکوونکو د کندز- تخار لویې لارې په اوږدو کې د ۲۰ کيلوولټه شبکې اړوند دوه مزي چې د واورې او توپان له امله پرې شوي وو، بېرته وصل کړل.»
سرچینه وایي، د کندوز او تخار عملیاتي ټیمونه ساحوي شبکو کې هم د تخنیکي ستونزو پر اصلاح بوخت دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن