Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اردوغان: افغان نجونو ته دې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۱): د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت د روان کال په لومړيو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې وځنډولې او بيا د روان کال د لېندۍ په ۲۹مه د لوړه زده‎کړو وزارت اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر دویم امر پورې وځنډول شوې.

د بي‌بي‎سي د راپورو له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان پر سرپرست حکومت له دې امله چې نجونې يې له زده‌کړو منع کړې، نیوکه کړې او ويلي يې دي: «په افغانستان کې له حجاب سره سره بیا هم نجونې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده‌کړو ته نه پرېښودل کېږي؛ موږ دا یو ناانساني او غیراسلامي کار ګڼو، زموږ دین کې داسې څه نشته.»

سرچينه زياتوي، د ترکیې ولسمشر دغه څرګندونې په خپله یوه وینا کې کړې او ویلي یې دي چې افغان نجونې باید زده‌کړو ته پرېښودل شي.

هغه زياتوي: «موږ ته هیڅوک په اسلام کې دا نه شي تشریح او توجیه کولای چې ښځې له زده‌کړو په کې منع شوې وي؛ اسلام داسې څه نه مني، بلکې سپارښتنه کوي چې له زانګو تر ګوره علم ترلاسه کړئ.»

خو بل لور ته د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي چې د نجونو زده‌کړو په برخه کې اسلامي امارت موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په مساعدېدو سره به دغه اندېښنه رفع شي.

هغه زیاته کړې، واقعاً هم نړۍوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي خو د افغانستان په کورنیو چارو کې دي مداخله نه کوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.