[restrict paid=”true”]
پاراخ (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۱): پنجشېر کې د عدلیې د پخواني وزیر فصلاحمد معنوي د کور یوې برخې – چې امنیتي ځواکونه په کې مېشت دي، د برېښنا شارټۍ له امله اور اخیستی او سوځېدلې ده.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نصرالله ملکزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا اورلګېدنه نن (جمعه) سهار اتهنیمې بجې د دغه ولایت د رخې ولسوالۍ پیاوشت کلي کې د معنوي په کور کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي چې د دې اورلګېدنې لامل د برېښنا شارټي وه او اوس اطفایې له خوا مهار شوې ده.
نوموړي وویل: «پورته منزل کې یې اور لګېدلی و، دا چې بسترې او کمپلې په کې وې، ځکه یې اور ډېر و.»
د سیمې اوسېدونکي د معنوي د کور اورلګېدنې پراخېدو لامل د اطفایې پر وخت نه وررسېدل ګڼي.
د سیمې یو اوسېدونکی احمدالله داسې کیسه کوي: «زموږ کور د معنوي د کور مخامخ دی، له کړکۍ مې ولیدل چې اور لګېدلی، اته نیمې بجې به وې، لومړیو کې اور کم و، وروسته ډېر شو، اطفایه نه راورسېده، ټول کور وسوځېد، اوس اطفایه راورسېده، خو اور اوس هم بلېږي.»
بلخوا فضل احمد معنوي پخپل ټویټر پاڼه کې ددې پېښې د پخلي ترڅنګ لیکلي : ” دانسانیت دښمنانو زموږ په کلي کې زموږ کتابتون وسوځولو، په دې کتابتون کې دیني، تاریخي، فرهنګي، ادبي او عرفاني کتابونه وو، او ځینې یې قرنونه پخواني وو. ”
[/restrict]
Views: 113
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن