ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناروې کډوالو شورا سرمنشي د اسلامي امارت علماوو شورا ته لیک استولی

د ناروې کډوالو شورا سرمنشي د اسلامي امارت علماوو شورا ته لیک استولی

author avatar
13 Jan 2023 - 21:38
د ناروې کډوالو شورا سرمنشي د اسلامي امارت علماوو شورا ته لیک استولی
author avatar
13 Jan 2023 - 21:38

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۱): د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ایان ایګلنډ د افغانستان اسلامي امارت له علماوو شورا څخه غوښتي چې د دغه هېواد په غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لرې کولو په اړه دې دویم فرمان صادر شي.

ایګلنډ د مرغومي په ۲۳مه، په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ د ښځو پر کار بندیز په اړه د کندهار له والي او علماوو شورا سره خبرو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی وای، خو وايي چې د هوا خرابوالي له امله یې سفر لغوه شو.

هغه زیاته کړې، د سرپرست حکومت اقتصاد وزارت د مرغومي د درېیمې په یوه مکتوب کې ښځې او نجونې په غیردولتي موسسو کې له کار څخه منع کړې. په دغه مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې «په دې برخه کې د تعلل په صورت کې به د دغه وزارت له خوا موسسو ته د فعالیت ورکړل شوی جواز لغوه کړي.»

د ناروې کډوالو شورا یاد چارواکي زیاته کړې چې د حکومت له خوا د ښځو پر کار د بندیر پرېکړې له امله دوی مجبور شوي چې په افغانستان خپل فعالیتونه بند کړي.

ایګلند ویلي، د ناروې کډوالو شورا اوسمهال په افغانستان کې ۴۷۹ ښځينه کارکوونکې لري او په خبره یې په افغانستان کې ۷۰۰ زره اړو کسانو ته د مرستې رسولو په برخه کې د هغوی شتوالی اړین دی.

نوموړي ویلي، د ناروې کډوالو شورا نه شي کولای چې د افغانستان د دودونو خلاف، د نارینه کارکوونکو په وسیله اړو ښځو ته په مستقیم ډول مرستې ورسوي.

د هغه په وینا، سرپرست حکومت ورسره تر دې مخکې په دوحه، اسلام‌اباد، اوسلو او کابل کې د لیدنې پرمهال د حجاب په رعایتولو نجونو ته د زده‌کړو او له نارینه کارکوونکو څخه په جلا شعبو کې ښځو ته د کار اجازې ورکولو په اړه ژمنې کړې وې.

نوموړي زیاته کړې چې دوی دغه ټول اصول رعایت کړي او په خبره یې، د سرپرست حکومت تفتیش پرمهال تر اوسه داسې ستونزه نه ده رامنځته شوې.

ایګلنډ همدرانګه ویلي، مخکې له دې چې په غیردولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګول شي، دوی ته په دې اړه کوم خبرداری یا اخطار نه و ورکړل شوی.

د ناروې کډوالو شورا سرمنشي یان ایګلنډ د کندهار له والي او علماوو شورا څخه په یوه پرانیستي لیک کې په دغه افغانستان کې د نجونو زده‌کړو او غیردولتي ادارو کې ښځو ته د کار اجازې ورکولو په اړه د یوه بل فرمان صادرولو غوښتنه کړې ده.

ایګلنډ پخپل لیک کې زیاته کړې: «ځکه موږ اوس غوښتنه کوو چې یو نوی فرمان دې صادر شي ترڅو ښځینه کارکوونکو ته زموږ په ادارو کې د کار اجازه ورکړل شي. موږ بیا هم ژمنه کوو چې په افغانستان کې ټول دودیز اصول او مقررات تعقیبوو. موږ همدارنګه د یوه فرمان غوښتنه کوو چې ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي، څو افغانستان په راتلونکي کې ډاکترانې، نرسانې، ښوونکې، انجنیرانې او نور ماهرې کارګرانې ولري چې په راتلونکي کې له ښځو او کورنیو سره مرستې وکړي.»

هغه ټینګار کړی، که په افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازې په اړه فرمان ورکړل شي، نړۍوال خیریه بنسټونه به ډېر ژر په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه پيل کړي.

د ناروې کډوالو شورا مرستندویې موسسې رئیس، یان ایګلنډ په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او غیردولتي بنسټونو کې د ښځو کار بندیز په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره د تېرې یکشنبې پر ورځ (د مرغومي ۱۸) کابل ته سفر وکړ.

[/restrict]

Views: 100

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.