Language

د غور د څو ولسوالیو اوسېدونکي د ولایت مرکز ته د غځېدلو لارو خلاصېدو غوښتنه کوي

غور (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۱): د غور د پسابند او لعل‌و‌سرجنګل ولسوالیو ځیني اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز ته د غځېدلو لارو بندېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، د نږدې یوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم د دغو ولسوالیو د ډېرو کلیو مواصلاتي لارې د خلکو د تګ راتګ پر مخ بندې دي.

د غور ولایت د لعل‌و‌سرجنګل ولسوالۍ د تلخک سیمې یوه اوسېدونکي غلام حسین واحدي پژواک خبري اژانس ته په خپل رالېږلي غږ کې د دغه ولایت مرکز ته د غځېدلو لارو له بندېدو شکایت کړی او وایي، نږدې یوه اونۍ کېږي چې دغه لار د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې او هغوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «ډېر ماشومان چې شمېر یې له ۱۵ تر ۲۰ رسېږي، سینه بغل شوي، سپین‌ږیري هم په کې دي او د سړې هوا له امله د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي؛ لار بنده ده، هیڅوک نه شي کولای چې خپل ناروغان د ولسوالۍ روغتون  یا نږدې کلینیکونو ته ولېږدوي.»

واحدي همداراز وویل، د دغې لارې پاکول د خلکو له توانه بهر دی او حکومت یې باید پاکولو ته جدي پاملرنه وکړي، «تر څو په راتلونکو ورځو کې د انساني ناورین شاهد ونه اوسو.»

په همدې حال کې، د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمد حیدري وایي چې د دغه ولایت د ډېرو کلیو د تګ راتګ لارې د هوا د سړېدو او واورې ورېدو له امله بندې شوې او تر اوسه نه دي خلاصې شوې.

هغه پژواک ته وویل: «د کلیو او د بند باین لارې بندې دي، څوک تګ راتګ نه شي کولای، څو ځلې مو له مسؤولینو سره د لارې خلاصېدو لپاره اړیکه ونیوله خو تر اوسه نه ده خلاصه شوې او موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو؛ مخکني کلونه ښه وو، هر ځلې چې لارې تړل کېدې دولت بېرته خلاصولې.»

د غور د پسابند او لعل‌و‌سرجنګل ولسوالیو اوسېدونکي د دغه ولایت له ځايي ادارې غواړي په راتلونکو ورځو کې د واورې له ورېدو مخکې د ولسوالۍ مرکز ته غځېدلې لارې خلاصې کړي څو خلک تګ راتګ وکړای شي او خپلې ستونزې هوارې کړي.

په دغه حال کې، د غور سیمه‌ییز مسؤولین دا مني چې د دغه ولایت د ولسوالیو د کلیو ډېری لارې د هوا سړېدو، توپانونو او واورې ورېدو له امله د تګ راتګ پر مخ بندې دي.

خو د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس، ډاډ ورکړ چې هڅه به وکړي څو لارې خلاصې او د خلکو ستونزې حل شي.

هغه زیاته کړه، په دوامدارو هڅو په دې وتوانېدل چې د غورـ کابل، غورـ هرات لویې‌لارې او مرکز ته د دغه ولایت د ولسوالیو لارې خلاصې کړي.

د ویلو ده، غور د افغانستان یو له غرنیو او سړو ولایتونو څخه دی چې هر کال د واورې ورېدو او توپانونو له امله یې د ولسوالیو مرکزونو ته د کلیو ډېری غځېدلې لارې بندېږي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کوي.

Related Topics