ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رېل‌پټلۍ ادارې ۱۳ کارکوونکي د تخنیکي زده‌کړو لپاره ترکمنستان ته لاړل

د رېل‌پټلۍ ادارې ۱۳ کارکوونکي د تخنیکي زده‌کړو لپاره ترکمنستان ته لاړل

author avatar
15 Jan 2023 - 11:42
د رېل‌پټلۍ ادارې ۱۳ کارکوونکي د تخنیکي زده‌کړو لپاره ترکمنستان ته لاړل
author avatar
15 Jan 2023 - 11:42

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې ۱۳ کارکوونکي په اړونده برخه کې د تخنیکي زده‌کړو په موخه ترکمنستان ته ولېږل شول.

د یادې ادارې له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ کارکوونکي د لنډمهاله تخنیکي زده‌کړو لپاره د تور غونډۍ بندر له لارې ترکمنستان هېواد ته روان شول.»

سرچینې ویلي، دغه ١٣ کارکوونکي به د ٣ میاشتو لپاره په یاد هېواد کې د رېل‌پټلۍ اړوند تخنیکي زده‌کړې کوي او له راګرځېدو وروسته به د دوی له تجربو، هنر او مسلک څخه د رېل‌پټلۍ ادارې کې ګټه اخیستل کېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان رېل‌پټلۍ اداره هڅه کوي چې له ګاونډيو هېوادونو څخه د رېل‌پټلۍ اړوند نور تعليمي بورسونه هم ترلاسه کړي، څو وکولای شي چې د رېل‌پټلۍ ټولې چارې د افغاني کادرونو پر مټ مخې ته یوسي.

Views: 1425

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.