Language

اروزګان کې پلار خپل شپږ کلن زوی وژلی

ترینکوټ (پژواک، ٢٥ مرغومی ١٤٠١): د ارزوګان امنيتي مسوولین وايي چې په خاص اروزګان کې ولسوالۍ کې يوه پلار خپل شپږ کلن زوی وژلی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ مبین وايي، چې دغه پېښه تېره ورځ د خاص ارزوګان ولسوالۍ په شيخه کلي هغه مهال رامنځ ته شوې چې کله د ماشوم پلار شمس الله خپله وسله پاکوله.

ده زياته کړه، د ياد شوي کس د وسلې په ډز کې يې خپل شپږ کلن زوی ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه په وینا، شمس الله چې په غیر قانوني توګه يې وسله ساتلې وه، امنيتي ځواکونو نیولی دی.

څلور میاشتې مخکې هم دې ولسوالۍ کې یو کس چې رواني ناروغ بلل شوی و، په وسله‌واله نښته کې درې نظامیان وژلي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.