کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۴ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
یاد بانک نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې سبا (دوشنبه، د مرغومي ۲۶مه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
مرکزي بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
یاد بانک لیکلي، د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک په وینا، «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یوه ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري. »
دغه لیلام په داسې وخت کې کېږي چې تېره ورځ له یوې میاشتې ځنډ وروسته د ۴۰ میلیون ډالر بشري مرستو بله کڅوړه کابل ته راورسېده.
د یادونې ده، د دغو بشري مرستو په بندېدو سره په دې وروستیو ورځو کې د ډالر ارزښت د افغانیو پر وړاندې لوړ شو؛ لکه چې دوه ورځې مخکې د یوه ډالر د پېر ارزښت ۱۰\۹۰ افغانۍ وې خو دغه رقم نن ۵۰\۸۹ افغانیو ته راکښته شوی دی.
Views: 151
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن