Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د بې‌کوره ماشومانو ټولولو کمپاین پیل شو

پلخمري (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د بغلان حکومتي مسوولین وايي چې د یونیسف په مرسته يې په دغه ولایت کې د سړې هوا تر ختمېدو د بې‌کوره ماشومانو ټولولو کمپاین پیل کړى دى.

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت‌الله پارسا د مرغومي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وویل چې د بې‌وزله او بې‌کوره ماشومانو لاس‌نیوي په موخه یې د مرستې او ساتنې کمپاین پیل کړی چې د ژمي تر پايه به دوام ولري.

هغه وايي چې له  ۱۲۰ بې‌وزلو ماشومانو سره يې د ژمنۍ جامو مرسته هم کړې ده.

دغه راز د بغلان ولایت مقام ویاند ملا عالم مجیدي وايي چې د بې‌کوره ماشومانو ټولولو کمپاین له سړې هوا سره تړلې موقتي پروسه ده چې د بې‌کوره ماشومانو د ژوند ژغورنې په موخه پیل شوې ده.

خو هغه وويل چې د بې‌کوره ماشومانو د دایمې ساتنې لپاره پر یوه پلان کار روان دی او ځینو خیریه موسسو سره هم په دې اړه خبرې شوې دي.

د يادونې ده، په بغلان کې له تېرې شپې راهيسې د بې‌کوره ماشومانو ثبتولو لړۍ پيل شوې خو تر اوسه (نن مازديګر ٣:٣٠ بجې) يو بې‌کوره ماشوم هم نه دى ثبت شوى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.