Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک: د ډالرو له قاچاق‌کوونکو سره به قانوني چلند وشي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان بانک لومړی مرستیال وايي، له افغانستانه بهر ته د ډالرو قاچاق د ملت په زیان دی او هغوی چې په دغه او نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل دي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال نوراحمد اغا دا څرګندونې پرون په کابل کې له صرافانو سره په هغه ناسته کې وکړې چې د افغانستان بانک د ریاست دفتر لوی امر صدیق‌الله خالد، د بانکونو څارنې لوی امر عبدالرحمن قانت، د بازار د عملیاتو لوی امر محمد‌عباس سامع او د غیربانکي مالي موسسو د څارنې لوی امر احمد ظاهر ناصرزي هم ګډون کړی و.

یاد بانک د یوه ټویټ په کولو ویلي، د افغانستان بانک د لومړي مرستیال نوراحمد اغا په مشرۍ د صرافانو له استازو سره د چارو همغږۍ او د کړنو مېکانیزه کولو په موخه غونډه جوړه شوه.

سرچینه زیاتوي، په غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال د صرافانو له استازو وغوښتل چې خپلې ټولې کړنې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې تنظیم کړي.

نوموړي یادونه وکړه چې له افغانستان څخه بهر ته د ډالرو قاچاق د ټول ملت په زیان دی او پر ټولو لازمه ده چې مخنیوی یې وکړي.

د هغه په خبره، هغه کسان چې د ډالرو په قاچاق او نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل وي، قانوني چلند به ورسره وشي.

په شوي ټویټ کې راغلي چې په غونډه کې د صرافانو استازو هم خپلې ستونزې او غوښتنې د افغانستان بانک له مشرتابه سره شریکې کړې چې په کې د صرافانو لپاره د افغانستان بانک د نوي جوړ شوي طرزالعمل په اړه د سیمینارونو جوړول او نور شامل وو.

د افغانستان بانک د مشرتابه له خوا د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د دوی ستونزو ته د رسېدو ژمنه وشوه.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.