ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې سلګونه ماشومان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي

د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې سلګونه ماشومان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي

author avatar
15 Jan 2023 - 17:35
د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې سلګونه ماشومان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي
author avatar
15 Jan 2023 - 17:35

کلات (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د هوا له سړېدو سره د دغه ولایت په مېزانه ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ ماشومان پر تنفسي ناروغۍ اخته شوي دي.

د یادې ادارې رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ماشومان د مېزانې ولسوالۍ په یوې لرې سیمې «شیکان» کې پر تنفسي ناروغي اخته شوي چې لامل یې د هوا سړېدل او نور دي.

هغه زیاته کړه، دغه ماشومان چې شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ ته رسېږي، ډېر یې پر سینه او بغل اخته شوي، خو ځیني نور یې بیا پر شري، مشکوکې انفلونزا او نورو ناروغیو هم اخته شوي دي.

نوموړی وايي، د عامې روغتیا ریاست ډلې سیمې ته لېږل شوې، د ټولو ماشومانو درملنه شوې او هغوی ته واکسینونه هم ورکړل شوي دي.

د حکیمي په خبره، روغتیايي ډلې به تر هغه په سیمه کې وي څو دا ناروغۍ په بشپړه توګه مهار شي او ترڅنګ به یې د ناروغو ماشومانو سمپلونه هم واخیستل شي چې دا څه ډول ناروغي ده او ولې پرې اخته شوي دي.

نوموړي وویل، د دوی روغتیايي ټیمونه به د سیمې اوسېدونکو ته پوهاوی هم ورکړي چې څنګه په ژمي موسم او سړې هوا کې د ځانونو او د کورنیو نورو غړو او ماشومانو ساتنه وکړي.

پر همدغه مهال، د زابل د مېزانې ولسوالۍ د شیکان کلي اوسېدونکي فضل احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د کورنۍ یو ماشوم یې سینه او بغل شوی و او د درملنې لپاره یې نږدې روغتیايي مرکز ته یووړ.

هغه زیاته کړه، د سیمې ډېر ماشومان پر ورته ناروغۍ اخته شوي چې د درملنې لپاره یې له مرکزه د درملنې ټیمونه راغلي دي.

نوموړی وايي، په یاده سیمه کې یوازې یو روغتیايي مرکز شته چې بسنه نه کوي، د خلکو غوښتنه دا ده چې دلته دې روغتیايي مرکزونه ډېر شي.

د یادونې ده، څه موده مخکې هم د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ په بازوګي، سپېرسنګ او خردوزي کلیو کې تورې غاړې ته ورته ناروغي خپره شوې وه چې شاوخوا ۱۵۰ ماشومان پرې اخته شوي وو.

 

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.